Home » افغانستان » په افغانستان کې ۲۵۶ کسان په کرونا وېروس اخته شوي
رویداد خبري آژانس

په افغانستان کې ۲۵۶ کسان په کرونا وېروس اخته شوي

روغتیا وزارت وایي، په افغانستان کې د کرونا وبا ۲۵۶ نورې پېښې ثبت شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد کې د کرونا وبا ۲۵۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۹ زره او ۷۴۰ ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۲۶ تنه مړه شوي او ۹۰ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۲۰۰۱ ته او بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۸ زره او ۵۰۰ ته لوړ شوی دی.

د یادونې ده چې د کرونا وبا مثبتې پېښې یو ځل بیا ډېرې شوې دي او روغتیا وزارت پر هېوادوالو غږ کړی دی چې روغتیایي سپارښتنو ته باید جدي پاملرنه وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...