د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۱۲۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۲ زره او ۱۵۹ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته شپږ تنه مړه شوي او ۱۲ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۵۶۲ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۴ زره او ۴۵۸ ته لوړ شوی دی.