Home » افغانستان » په افغانستان کې تازه ۸۶ کسان په کرونا وېروس اخته شوي دي
رویداد خبري آژانس

په افغانستان کې تازه ۸۶ کسان په کرونا وېروس اخته شوي دي

دافغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې په هېواد کې د کرونا وبا ۳۵۴ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې د ۸۶ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۱ زره او ۸۱۴ ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته څلور تنه مړه شوي او ۴۹ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې د کرونا وبا له امله د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر ۵۴۸ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۴ زره او ۴۰۴ ته لوړ شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...