Home » افغانستان » پخوانی خبریال یما سیاوش په یوه چاودنه کې ووژل شو
رویداد خبري آژانس

پخوانی خبریال یما سیاوش په یوه چاودنه کې ووژل شو

د کابل پولیس وايي، پخوانی افغان خبریال یما سیاوش سهار نږدې اته بجې د کابل څلورم مکرویان کې د چاودنې له کبله ووژل شو.

د پولیسو په وینا، دې پېښه کې دوه نور کسان هم وژل شوي دي.

د پېښې په ځای کې شوې ویډیو هم ښيي چې موټر اور اخیستی او یو مخ له منځه ځي.

دا ویډیو ښيي چې کرولا له یوه څنګلوري(فرعي) سړک د لوی سړک په لور روانه ده چې چاودنه کېږي.

د چارواکو په خبره، چاودنه د یما سیاوش موټر پسې د نښتي یا چسپکي ماین له امله شوې ده.

د چاودنې غږ د کابل مختلفو سیمو کې اورېدل شوی دی.

د یما سیاوش ورور بکتاش سیاوش هم د هغه وژل کېدل تایید کړي دي.

یما سیاوش پخوا د طلوع نیوز تلویزیون سره کار کاوه، خو هند کې تر ماسټرۍ وروسته یې اوس د افغانستان بانک کې کار کاوه.

رویداد خبري آژانس

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي دغه راز پر یما سیاوش برید غندلی. او هغه یې یوه تروریستي عمل بللی.

صدیقي ویلي چې سیاوش تازه په مرکزي بانک کې دنده پیل کړې وه

تېره اونۍ پر کابل پوهنتون برید کې ۲۲ زدکوونکي ووژل او تر ۴۰ ټپي شول.

تر هغه مخکې کوثر ښوونیز مرکز کې هم د ځانمرګي برید له امله ۲۴ کسان ووژل او ۵۷ ټپیان شول.

د تېرو دوو پېښو مسوولیت داعش منلی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...