Home » سیمه او نړی » پاکستاني پوځیانو نهه تنه بلوڅان برمته کړي
رویداد خبري آژانس

پاکستاني پوځیانو نهه تنه بلوڅان برمته کړي

د بلوڅو ملتپالې ډلې وايي، پاکستاني پوځیانو د بلوچستان په پنجګور سيمه کې د بلوڅو پر ضد عمليات کړي دي او په دغو عملياتو کې يې د دوو ښځو او ماشومانو په ګډون، له کليو څخه نهه تنه برمته او تري تم کړي دي.

دوی ویلي، پوځ د پنجګور، د ګچک له توبې سيمې څخه يوه بلوڅه ښځه له ځان سره وړې او په دې سربېره يې له همدې سيمې دوه سړي هم تښتولي دي.

د برمته شوې ښځې نوم بي بي مريم او د خاوند نوم يې دور محمد ښوول شوی دی.

په دې سربېره، پاکستاني پوځ له همدې سيمې د بي بي شاه‌پري په نوم يوه بله بلوڅه مېرمن، د هغې خاوند او څو اولادونه تښتولي دي.

له پنجګور څخه د پاکستاني پوځ له خوا د تازه برمته شويو کسانو شمېر نهو تنو ته رسېږي چې تر اوسه د هيچا مړی ژوندی مالوم نه دی.

پاکستانی پوځ له کلونو راهيسې بلوڅ ملتپال ښځې او نارينه تښتوي چې بيا يې مړی ژوندی نه مالومېږي، خو وخته ناوخته د ځينو تښتول شويو کسانو له پېژندلو وتلي جسدونه يوه بله خوا موندل کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...