Home » سیمه او نړی » پاکستاني عسکرو د یوه مشر په ګډون څو بلوڅان تښتولي
رویداد خبري آژانس

پاکستاني عسکرو د یوه مشر په ګډون څو بلوڅان تښتولي

د بلوڅو ملتپالې ډلې وايي، پرون د یکشنبې په ورځ د نومبر۲ (لړم۱۲) د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې د پاکستان عسکرو د بلوڅو پر ضد عمليات کړي او د يوه قومي مخور په ګډون يې څو تنه له ځان سره وړي دي.

دوی وايي، پاکستاني عسکرو پرون د پنجګور له ګوارګو سيمې څخه د صالح محمد په نامه د بلوڅو قومي مخور او څو نور کسان تښتولي دي.

د دوی په وینا، له دوه ورځو راهيسې د بلوچستان په سايیجي، دړامب او دشت سيمو کې د بلوڅو پر ضد عمليات روان دي او ګڼ شمېر کورونو ته اور اچول شوی دی.

د پاکستان پوځ له کلونو راهيسې د بلوڅو د تښتولو لړۍ روانه ساتلې او تر اوسه يې زرګونه تنه تري تم کړي چې د ډېرو يې له پېژندلو وتلي جسدونه موندل کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...