پر خوست او کونړ د پاکستان له هوايي او ځمکنيو بريدونو وروسته، يو بيا د دې هېواد چارواکو ډيورنډ کرښې ته څېرمه د امنيتي وضعيت په اندېښنې مطرح کړي دي.
د پاکستان په بهرنيو چارو کې سلاکارې وزيرې حنا رباني کهر چې تازه يې دنده پيل کړې، پرون چهارشنبه د (وري په ۳۰مه) خبريالانو ته د افغانستان په اړه په لومړنيو څرګندونو کې ويلي، چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوځيانو وسلهوال بريدونو د تېر وخت په پرته خورا زيات شوي دي.
نوموړې زياته کړې چې پاکستان په سيمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت په برخه کې اصولي همکاريو ته ژمن دی او په خبره يې د خپلې دې تګلارې تعقيب جاري وساتي.
رباني کهر په ښکاره دا نه دي ويلي، چې د افغانستان له خاورې پر پاکستاني ځواکونو بريدونه کېږي؛ خو د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د امنيتي وضعيت په اړه د نوموړې دا څرګندونې، د همدې مسئلې په اړه د پاکستان نورو چارواکو له مخکينيو څرګندو سره توافق ښيي.
پاکستاني چارواکو وړاندې ويلي، چې د ډيورنډ کرښې پورې غاړې ته پر پاکستاني پوځيانو بريدونه د افغانستان له خاورې په ګټنې سره ترسره کېږي. خو اسلامي امارت تل د دې ډول تورونو په ردولو سره ډاډ ورکړی، چې خاوره به يې په هېڅ صورت د نورو هېوادونو خلاف ونه کارول شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس