پاکستان وايي په دې لټه کې دي چې له افغانستان او مرکزي اسیا سره خپله سوداګري پراخه کړي.
د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ د خونو مسوولینو ویلي پاکستان د اقتصادي پرمختګ لپاره له افغانستان او مرکزي اسیا سره ښو اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري.
د دغه مسوولینو په وینا پاکستان اړ دی چې نوې او کارنده پالیسۍ جوړې کړي او له افغانستان سره دې پر دوه اړخیزو اړیکو ولاړ سوداګریز تړونونو رامنځ ته کړي چې ددواړو هېوادونو د پرمختګ سبب شي.
پاکستاني چارواکو ویلي دوی به ډېر ژر د کارنده پالیسو او اصلاحاتو له لارې له افغانستان او د مرکزي اسیا له هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.