Home » سیمه او نړی » ټرمپ: د افغانستان جګړه مې په درېیو اوونیو کې ګټلای شوه
ټرمپ

ټرمپ: د افغانستان جګړه مې په درېیو اوونیو کې ګټلای شوه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې کولای یې شوای د افغانستان جګړه په درېیو اوونیو کې وګټي.

ټرمپ د امریکا د ایوا ایالت په ډوبیوک ښار کې یوې ټاکنیزې غونډې ته د وینا پر مهال د افغانستان او ویتنام په جګړو کې د سلګونو زرو کسانو د وژل کېدو له امله پر پخوانیو امریکایي ولسمشرانو نیوکه کړې ده.

نوموړي ویلي: «موږ د جګړې لپاره د بریا په موخه نه، بلکې د مساوي پایلې لپاره جګړه کوو. زه نه پوهېږم چې موږ څه کوو.»

ټرمپ تر دې وړاندې هم په وار وار پر خپل مخکیني ولسمشر جو بایډن نیوکې کړې وې او له افغانستانه یې د امریکایي ځواکونو وتل شرموونکي بللي وو.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د شنونکو په وینا، امریکا په افغانستان کې له شاوخوا ۲۰ کلن پوځي حضور سره سره خپلو موخو ته ونه رسېده.

فتانه کمال

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ښارونو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه د دوامدارې ښاري پراختیا او مناسبو کورونو پر برابرولو ټینګار کوي

نن د اکټوبر ۳۱مه د ...