Home » افغانستان » ټاکنو خپلواک کمېسیون کې؛ ۱۵ نړیوال کارپوهان ګمارل شوي
رویداد خبري آژانس

ټاکنو خپلواک کمېسیون کې؛ ۱۵ نړیوال کارپوهان ګمارل شوي

د ټاکنو کمېسیون کې د ملګرو ملتونو سلاکاران او نړیوال کارپوهان ګمارل شوي دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر خپل ټویټر لیکلي دي چې دغه ۱۵ نوي ګمارل شوي کسان به د روان کال په اپریل میاشت کې خپلې دندې پیل کړي.

یاد کمیسیون زیاته کړې چې د یادو کسانو د ګمارنې سپارښتنه په افغانستان کې د یو این ډي پي مشر ورته کړې ده.

تر اوسه پورې روښانه نه ده چې ټاکنو کمیسیون دغه نوي کارکوونکي د څه لپاره ګمارلي دي خو د نړیوالو هېوادونو له لوري د سولې په وړاندې شوې طرحه کې د انتقالي ادارې خبره شوې ده.

د ویلو ده چې پرون د ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او قطر له لوري په وړاندې شوې نهه مادییزه اصولنامه کې هم د انتقالي ادارې وړاندیز شوی او ویل شوي چې همدا حکومت به ټاکنو ته هم زمینه برابروي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...