Home » افغانستان » ولسي جرګې ۷ نوماند وزیرانو ته تایید او دوه تنه یې رد کړل
رویداد خبري آژانس

ولسي جرګې ۷ نوماند وزیرانو ته تایید او دوه تنه یې رد کړل

د افغانستان ولسي جرګې پرون دوشنبې د نومبر ۳۰ (لېندۍ لسمه) د نهو نوماندو وزیرانو لپاره د رایې اچولو صندوقونه کېښودل چې له ډلې څخه ۷ تنه تائید او دوه تنه یې رد شول.

د ولسي جرګې د تېره ورځې مجلس نصاب ۲۴۴ تنه و او هر نوماند وزیر باید د بریالیتوب لپاره ۱۲۴ د تائید رایې تر لاسه کړي وای.

د افغان کابینې د یادو نوماندانو له ډلې احمد ضیا سراج د ۲۲۰ تائید رایو په تر لاسه کولو د ولسي جرګې لخوا د ملي امنیت عمومي رئیس په توګه تائید شو.

محمد هارون چخانسوري د ۱۵۴ رایو په تر لاسه کولو د ولسي جرګې لخوا د کانونو او پترولېم وزیر په توګه تائید شو.

انوارالحق احدي د ۱۸۹ رایو په تر لاسه کولو د ولسي جرګې لخوا د کرنې او مالدارۍ وزیر په توګه تائید شو.

همدارنګه، محمود کرزی د ۱۵۴ رایو په تر لاسه کولو د ښار جوړونې او ځمکو چارو وزیر، قدرت الله ذکي د ۱۶۵ رایو په تر لاسه کولو د ترانسپورټ وزیر،نور الرحمان اخلاقي د ۱۶۵ رایو په تر لاسه کولو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزیر او نجیب الله یمین د ۱۴۹ رایو په تر لاسه کولو د ټولګټو چارو وزیر په توګه تائید شو.

خو یوازې اطلاعات او فرهنګ وزارت ته نوماند محمد طاهر زهیر د ۷۸ رایو په تر لاسه کولو او د ښځو چارو وزارت ته نومانده حسینه صافۍ د ۱۱۴ رایو په تر لاسه کولو ونه توانېدل بریالي شي.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر الرحمان رحماني له ولسمشر غني څخه وغوښتل چې د یادو وزارتونو لپاره نور په شرایطو برابر کسان ورمعرفي کړي.

ولسي جرګې تر دې مخکې هم د افغان کابینې لسو نوماند وزیرانو ته د تائید رایې ورکړي وې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...