Home » افغانستان » ولسي جرګه:امنیتي چارواکي د خلکو د امنیت په ټینګښت کې ناکام دي
رویداد خبري آژانس

ولسي جرګه:امنیتي چارواکي د خلکو د امنیت په ټینګښت کې ناکام دي

وکیلان د ولسي جرګې غړي وایي امنیتي ادارې د خلکو د امنیت په ټینګښت کې ناکامې دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړو نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۲مه نېټه) د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې په افغانستان په تېره په کابل کې وروستۍ امنیتي پېښې او هدفي بریدونه د جدي اندېښنې وړ بللي دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړو پر امنیتي ادارو په تېره د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح چې د کابل د امنیت مسوول دی نیوکه کړې چې د خلکو د امنیت په تامین کې ناکام دی.

د ولسي جرګې غړي خالد اسد وویل چې نامعلومه وسله وال هره ورځ په کابل ښار کې بریدونه کوي او د ځوانانو ژوند اخلي خو حکومت نه بینا سترګې لري او نه هم اورېدونکي غوږونه.

هغه د ولسمشر له لومړي مرستیال وغوښتل چې ژر تر ژره دې د د ولس غږ واوري، امنیت دې تامین کړي او د خلکو د امنیت د تامین په برخه کې دې بې پروايي نه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...