له سي بي ایس نیوز سره د طالبانو د مذاکراتي ټیم د غړو وروستۍ خبرې د سولې روحیې خلاف بللې دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، د طالبانو دا خبرې چې غواړي د افغان ځواکونو مسوولیت پر غاړه واخلي، د سولې روحیې خلاف دي. هغه زیاته کړې، د طالبانو دا خبرې د افغانستان د وګړو او نړیوالې ټولنې لپاره چې د یوې تلپاتې سولې په لټه کې دي، اندېښمنونکي او ناهیلې کوونکې دي.
د یادونې ده سي بي ایس نیوز د طالبانو د مذاکراتي ټیم د مرستیال عباس ستانکزي له قوله ویلي، دوی تېر ځل په خپله دوره کې هیڅ تجربه نه لرله خو دا ځل به د نړیوالو قوانینو پر وړاندې ځواب ویونکي او مسوول وي.
هغه دغه راز منلې چې دوی به په راتلونکي نظام کې ښځو ته د اسلام دین مطابق ټول حقونه ورکړي او لږکیو لپاره به هم پوره عدالت تامین کړي.
په ورته وخت کې د یاد پلاوي یو بل غړي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي سي، بي، ایس نیوز ته ویلي، دوی ته باید لږ تر لږه پنځه وزارتونه ورکړل شي او دغه راز د یو بشپړ اسلامي نظام تر چتر لاندې له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره هم ستونزه نه لري.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، اوسمهال امریکا او افغان حکومت هیڅ پلان نه لري، خو طالبان دوه پلانه لري.
د هغه په خبره، د دوی اې پلان سولهییزه حللاره او بي هغه یې یقیناً نظامي ځواک دی. خو د یاد پلاوي یو بل غړي چې د طالبانو د رژیم پر مهال وزیر و دا خبره بېرته ترمیم کړې او ویلي یې دي، که چېرته اې پلان بریالی نه شي نو دوی لوړ لاس لري او پوهېږي چې وضعیت څه ډول په خپله ګټه تنظیم کړي.