Home » افغانستان » ولسمشرغني: طالبان د افغانانو د غوښتنې خلاف جګړې ته ادامه ورکوي
رویداد خبري آژانس

ولسمشرغني: طالبان د افغانانو د غوښتنې خلاف جګړې ته ادامه ورکوي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې په کابل کې د تېرې ورځې برید په کلکو ټکو غندلی دی او په خبره یې طالبانو د زندانیانو له خوشي کېدو سره سره پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د مذاکراتو پر ځای یې تاوتریخوالي ته ادامه ورکړې ده.

ولسمشر غني وایي نړیواله ټولنه باید د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالي ته متوجه وي او هر څه له نږدې وڅاري.

نوموړي همدا راز زیاته کړې چې طالبانو په دې وروستیو کې د ملکي وګړو وژنه ډېره کړې ده، پر عامه تاسیساتو یې بریدونه ډېر کړي، لویې لارې او سړکونه یې ویجاړ کړي دي او دا نه بښل کېدونکی جنایت دی.

د کابل ښار د تېرې شپې په ځانمرګي برید کې د راپورونو له مخې ۱۴ کسه وژل شوي او تر ۳۵ پورې نور ټپیان دي. یو شمېر ناتایید شوي راپورونه بیا د مړو شمېر ۲۹ او د ټپیانو ۷۲ ښيي.

فرانس پرېس وایي چې د برید پړه داعش ډلې منلې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...