
ولسمشرغني د پاکستاني بنديانو د خوشې کولو فرمان، او د رحمت الله نبیل غبرګون
افغان ولسمشرمحمد اشرف غني ویلي هغه زانداني پاکستانیان دې خوشې شي چې په افغانستان کې په مجازاتو محکوم شوي دي.بل لوري ته دافغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د ولسمشر د دغه پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی دی.نوموړي په خپله فېس بوک پاڼه لیکلي:” متاسفانه د طالبانو سر بېره، ډاکټر اشرف غني په قدرت کې د پاتې کېدو لپاره، افغانستان ته د ستونزو د زیاتېدو سبب ګرځېدلی، نه د ستونزو د کمېدو.”رحمت الله نبیل زیاته کړې:” مطمين يم چې اسلم فاروقي او په سلګونه پاكستاني تروريستان، چې زمونږ د سلګونو هېوادوالو د شهادت سبب ګرځيدلې، آى اس آى ته په رشوت کې خوشې کیږي.”د پاکستاني بندیانو د خوشې کولو په برخه کې د ولسمشر فرمان څلور مادې لري چې په لومړۍ کې ویل شوي، هغه پاکستاني بندیان دې ازاد شي چې د بند موده یې یوه میاشت پاتې ده.ویمه ماده کې بیا ورته نقدي جریمې معاف شوي دي او دغه حکم سر له تیرې ورځې د اجرا وړ دی.دافغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د پاکستاني بندیانو ازادلو په په اړه له ولسمشر غني څخه مننه کړې ده.
ښاغلي محمد صادق خان د یاد سند تر خپرېدو وروسته تېره شپه د نومبر۲۳(لېندۍ دریمه) پر خپل ټویټر لیکلي چې هیواد یې د ښه نیت او بشر دوستانه اړیکو پیاوړتیا په هدف د پاکستاني اتباعو ازادلو د حکم په اړه له ولسمشر غني څخه مننه کوي.دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر تېره ورځ ، د حسن نيت له مخې د يو شمېر پاکستاني بنديانو د خوشې کولو فرمان صادر کړ.