Home » افغانستان » ولسمشر غني د ملي روغې جوړې شورا مشر سره وکتل

ولسمشر غني د ملي روغې جوړې شورا مشر سره وکتل

نن د (مرغومې ۷)د ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د ملي روغې جوړې شورا مشر ډاکټرعبدالله عبدالله نن په په ارګ کې د ملي روغې جوړې شورا د دویمې ناستې او د سولې په اړوند خبرې کړي دي.

دغه کتنه او خبرې له غرمې مخکې شوې.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې ډاکتر عبدالله عبدالله ولسمشر غني ته د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې د دویمې ناستې راپور ورکړ.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو راتلونکي پړاو پر موقعیت او وخت، هغه څه و چې د ولسمشر او د ملي روغې جوړې شورا مشر ترمنځ بحث وشو.

د هېواد ولسمشر وویل چې د افغانستان حکومت به د افغانستان د سولې پروسې ملاتړي ګروپ سره یو ځای د سولې مذاکراتو راتلونکي پړاوونه پرمخ یوسي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...