Home » سیمه او نړی » وسله والو په شمالي وزیرستان کې څلور ښځینه کارکوونکې وژلې
رویداد خبري آژانس

وسله والو په شمالي وزیرستان کې څلور ښځینه کارکوونکې وژلې

په پاکستان کې ناپېژندو وسله والو په یوه برید کې د یوې نادولتي ټولنې څلور ښځینه کارکوونکي وژلي دي.

پولیس چارواکي وايي دغه ښځې په شمالي وزیرستان کې په موټر کې ناستې او کار ته روانې وې چې برید پرې شوی دی.

دا پېښه د دوشنبې په ورځ فبروري ۲۲ (کب ۴) د شمالي ‌وزیرستان د علي خیل په سیمه کې شوې ده.

په برید کې موټروان هم ژوبل شوی دی خو یوه بله ښځه چې په موټرکې ناسته وه، له برید روغه وتلې ده.

دغو ښځو د «سباوون» په نامه د یوې خیریه ټولنې کارکوونکې وې چې د سیمې ښځو ته یې د لاسي صنایعو روزنې ورکولې چې کار وکړي او وپايي.

خو د امریکا غږ ډیوه څانګه وايي‌ چې د سباون نادولتي ادارې یو کارکوونکي ذوالقرنېن ویلي دي چې په سیمه کې د سباون په ټيم بريد نه دی شوی او کارکوونکي یې روغ رمټ دي.

تر دې دمه د دغه برید مسولیت چا نه دی اخیستی. په پاکستان کې د بشري حقونو ټولنو دا برید غندلی دی.

د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون یو کمېشنر وویل: «دولت باید د دغه وحشي جنایت مرتکبین محکمې ته راکش کړي. په سیمه کې د ترهګرو ډلو بیا څرګندېدل لویه اندېښنه ده.»

چارواکي وايي د بریدګرو لټون یې پیل کړی دی.

شمالي وزیرستان د پاکستاني طالبانو مرکز بلل کېده چې له القاعده ډلې سره هم اړیکې لري او په پاکستان کې د یو شمېر بریدونو مسول بلل کیږي.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د دوی پر ضد یې عملیات بریالي وو او سیمه یې ترې پاکه کړه.

پاکستاني چارواکي وايي د پاکستاني طالبانو یو شمېر مشران افغانستان ته تښتېدلي او هلته اوسیږي. خو افغان چارواکي دا خبره ردروي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...