Home » افغانستان » وسله والو طالبانو غزني کې ۶۰۰ متره سړک ویجاړ کړی
رویداد خبري آژانس

وسله والو طالبانو غزني کې ۶۰۰ متره سړک ویجاړ کړی

د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایي، وسله‌والو طالبانو دوه ورځې وړاندې د غزني پکتیکا لویې لارې ۶۰۰ متره سړک د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې له منځه وړی دی.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده رسنیو ته په خبرو کې ویلي، چې وسله‌والو طالبانو دوې ورځې وړاندې د غزني پکتیکا لویې لارې سړک د اندړو ولسوالۍ د خانې بابا په سیمه کې ۶۰۰ متره وران کړی دی.

جمعه زاده زیاته کړې، چې طالبانو یاد سړک د تراکتورونو په وسیله له منځه وړی دی چې د غزني پکتیکا خلکو ته یې په تګ راتګ کې ستونزې جوړې کړې دي.

نوموړی وایي، دا لومړی ځل نه دی چې طالبان عامه تأسیساتو ته زیان رسوي بلکې تر دې وړاندې یې هم د غزني او پکتیکا لویه لاره اووه کیلو مټره د ماشنریو په وسیله ورانه کړې وه.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...