د ولسمشر سلاکار وحید عمر نن چهارشنبه جنورۍ ۲۰( سلواغه۱) رسنیو ته ویلي افغان حکومت د پنځه زره طالب بندیانو له خوشي کولو خورا ترخه تجربه لري.
د نوموړي په خبره افغان حکومت د سولې او ثبات د راتګ په نیت پنځه زره طالب بندیان خوشي کړل، خو دې مسئلې نه یوازې دا چې جګړې کمې نه کړې بلکې لا یې اوږدې کړې.
وحید عمر ویلي طالبان دا ځل د بندیانو د خوشي کولو لپاره هېڅ راز دلیل او توجیه نه لري ځکه دغه ډلې یې پر ژمنو عمل نه دی کړی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ویل کېږي طالبانو یې له امریکا د بندیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.
سرچینو ویلي چې طالبان له امریکا سره د حکومت او نړیوالې ټولنې له خوښې پرته د بندیانو پر خوشي کولو هوکړې ته د رسېدو په هڅه کې دي.