د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۲۸۲ مثبتې پېښې ثبتې شوې او ۸ کسان یې مړه کړي دي.
د روغتیا وزارت په خبره، په دغه موده کې یې ۱۳۰۰ کسان معاینه کړي چې له ډلې یې څه باندې ۲۸۰ کسان په دې ویروس اخته شوي دي.
له دې سره په هېواد کې په کويډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۴ زره او ۹۸۸ کسانو ته ورسېد او د قربانیانو شمېر بیا ۱۶۹۵ کسان ښودل شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت شاوخوا یوه اونۍ وړاندې اعلان وکړ چې افغانستان ته د کورونا وبا دویمه څپه راغلې او له همدې امله یې د دولت د پریکړې په بنسټ ټول ښوونیز بنسټونه د قوس له اتمې د درې میاشتو لپاره رخصت کړل.