Home » افغانستان » هایکو ماس: نړیوال پوځیان دې د سولې تر بشپړېدو وړاندې له افغانستانه نه را وځي
رویداد خبري آژانس
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس

هایکو ماس: نړیوال پوځیان دې د سولې تر بشپړېدو وړاندې له افغانستانه نه را وځي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وايي، نړیوال پوخیان باید د افغانستان د سولې د پروسې تر بشپړېدو وړاندې له دغه هېواده راونه وځي.

هغه دا خبره پرون سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) جرمني رسنیو ته په یوه انلاین کنفرانس کې کړې ده.

ښاغلی ماس ویلي، په قطر کې د سولې پروسه ډېره پڅ مخته ځي او د اپرېل تر پایه د ده په خبره نتیجه نه ورکوي.

امریکا له طالبانو سره د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دوره کې تړون کړی او له مخې یې تر مې پورې د ځواکونو د ایستلو ژمنه کړې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې یو اړخیز پلان نیوکه کړې ده.

هغه ویلي، دا پلان په افغانستان کې پاتې ځواکونه له امنیتي خطر سره مخ کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...