امریکا په افغانستان کې تر هغه ډېر عسکر لري چې په رسنیو کې یې ښيي.
د امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ امریکا وایي چې دوی په افغانستان کې ۲۵۰۰ عسکر لري خو په حقیقت کې دغه شمېره ۳۵۰۰ ته رسېږي.
ورځپاڼه کاږي چې دا زر کسه اضافي امریکایي عسکر د سي ای اې او نورو استخباراتي ادارو ځانګړي سرتېري دي چې په خاصو عملیاتو او هوایي بریدونو کې دنده ترسره کوي.
ورځپاڼه کاږي د امریکا لپاره دا معمول ده چې تر حقیقي شمېري په نورو هېوادونو کې د خپلو سرتېرو شمېره کمه ښيي.
ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي چې دغه سرتېري تر ډېره د افغان ځواکونو د ملاتړ او د اړتیا پر مهال د هوايي برید دنده لري خو په ځينو مواردو کې یې دغه دنده نه ده ترسره کړې او د افغان حکومت د هوایي مرستې غوښتنه یې نه ده منلې.
سرچینې ته بیا د نظامي چارو شنونکو ویلي چې امریکا د خپلو ګټو د ساتلو لپاره اړ ده چې په افغانستان کې یو شمېر سرتېري ولري او یا د خپلو موخو لپاره د شته سرتېرو رښتینی شمېر له رسنیو پټې کړي.