نیوزیلنډ وايي له افغانستان یې خپل سرتېري وباسي ددغه هېواد لومړۍ وزیرې جاسیندا آردرن په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې سرتېرو د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی او اوس ددې وخت دی چې خپل سرتېر تر مې میاشتې له دغه هېواد وباسي.
د جاسیندا آردرن په وینا په افغانستان کې د سولې هوکړه لاسلیک شوې ده او د سیاسي جوړجاړي لپاره هم خبرې روانې دي نو ددوی د سرتېرو حضور ته اړتیا نشته ده.
نیوزیلنډ له ۲۰۰۱ز کال راهیسې په افغانستان کې تر ۳۶۰۰ پورې سرتېري لرل چې په بېلو برخو کې یې ماموریت ترسره کاوه.
دغه هیواد اوسمهال په افغانستان کې شپږ سرتېري لري چې له ډلې یې درې د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي او درې نور یې بیا د ناټو په عمومي مرکز کې دنده ترسره کوي.