نړیوالو رسنیو په افغانستان کې د خبریالانو پر وژل کېدو او هدفي بریدونو اندېښنه ښودلې ده.
تېره ورځ په غور کې د یوې ځایي راډیو خبریال په یوه هدفي برید کې ووژل شو چې په کور د ننه او بهر یې غبرګونونه پارولي دي.
ګڼو نړیوالو رسنیو دا پېښه غندلې ده او د خبریالانو د ملاتړو پر نړیوالو بنسټونو یې غږ کړی چې په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره اقدام وکړي.
دې هېل نشریه وایي دا په څه باندې یوه میاشت کې پنځم خبریال دی چې په افغانستان کې په هدفي بریدونو کې وژل کېږي او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده.
بلخوا افغان خبریالانو هم له حکومت غوښتي چې ژر تر ژره دې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره اقدام وکړي.
همدا راز د خبریالانو ځینو ملاتړو بنسټونو پرېکړه کړې چې تر درېیو ورځو به د حکومت اړوند راپورونه نه خپروي.