Home » افغانستان » ننګرهار کې په هوایي بریدونو کې ۱۷ طالبان وژل شوي
رویداد خبري آژانس

ننګرهار کې په هوایي بریدونو کې ۱۷ طالبان وژل شوي

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وايي پرون مازیګر په سپین غر او سره رود ولسوالیو کې د دوو هوايي بریدونو پر مهال ۱۷ طالب وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار رسنیو دفتر پرون د سې شنبې په ورځ (د مرغومي ۳۰مه نېټه) په یوه خپره کړې اعلامیه کې راغلي، په وژل شویو کې د دوی دوه قوماندانان هم شامل دي: “د دوو هوايي بریدونو په پایله کې د عبدالزاده مشهور په سنګري او برج په نومونو د دوی د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۷ وسله‌وال طالبان ووژل شول. د دوی وسلې او مهمات تخریب شوي دي.”

وسله‌والو طالبانو د دې پېښې په اړه تبصره نه‌ده کړې

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...