Home » اقتصادی » ننګرهار کې پنځه زېربنایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
رویداد خبري آژانس

ننګرهار کې پنځه زېربنایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

ننګرهار کې د څه کم ۳۳میلیونو افغانیو په ارزښت پنځه زېربنایي پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

د افغانستان دکرنې وزارت وایي، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، ننګرهار ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې، د ننګرهار ولایت مرستیال ببرک میاخېل، یوشمېر قومي مخورو، ځوانانو او بزګرانو په شتون کې د کامې او بهسودو په ولسوالیو کې د څه کم ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت پنځه زېربنایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل.

د کرنې وزارت وایي، یادې پروژې، چې دکرنې وزارت د اقليمي بدلونونو له کبله د رامنځته کېدونکو ګواښونو دکچې ټيټولو پروژې «CDRRP»له خوا پلي شوي دي په کې، د کانالونو بیارغول او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.

په دې اړه جوړه شوې غونډه ته د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري وویل:” نن دکامې او بهسودو په ولسوالۍ کې د نږدې ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت پنځه زېربنایي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي، چې دوه پروژې یې د بهسودو او درې نور یې د کامې په ولسوالۍ کې پلي شوي دي.”

نوموړي وویل، چې ددغو پروژو په پلي کېدو سره څلور زره جریبه ځمکه خړوبېږي او دوه زره او ۵۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د سیند له ګواښونو خوندي شوي دي، چې د بزګرانو د حاصلاتو په زیاتوالي او اقتصادي وده کې رغنده رول لوبوي.

په همدې حال کې د یادو سیمو قومي مشرانو د کرنې وزارت له پاملرنې او فعالیتونو څخه مننه وکړه او یادې پروژې یې د خپلو کرنیزو ځمکو د خوندیتوب او خوړوبولو او سیمې ښېرازې لپاره ارزښتناکې وبللې.

یاد پلي شوې پروژې د ځمکو په خړوبولو، د سیمي زرغونتیا او د سېلابونو د مخنیوي ترڅنګ په پلي کولو کې یې ګڼو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...