Home » افغانستان » ناټو: په افغانستان کې د یوه دایمي ثبات غوښتونکي یو
رویداد خبري آژانس

ناټو: په افغانستان کې د یوه دایمي ثبات غوښتونکي یو

ناټو یوځل بیا ټینګار کړی چې له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونټيکورو د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي دوی په افغانستان کې د یوه دایمي ثبات غوښتونکي دي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

اتمر هم په دې لیدنه کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو له وروستي ملاتړ مننه کړې ده او د ناټو غړي هېوادونه یې د افغانستان نږدې ملګري بللي دي.

سټیفانو بیا ویلي چې دوی د سولې په برخه کې همکار دي خو تر څنګ یې د افغان پوځ ملاتړ او له دوی سره همکاریو ته هم ژمن دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...