په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي د سولې د روانو مذاکرو د بریا لپاره د تاوتریخوالي د بندېدو غوښتنه کړې.
سټیفانو پونتيکوروو پرون د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۱۱ (مرغومي ۲۲) ناوخته په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې له رئیس فضل محمود فضلي سره په خبرو کې دا غوښتنه مطرح کړه.
د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په یوه ټویټ کې د پونتيکوروو له قوله لیکلي، چې په دې خبرو کې په دوحه کې سولې پر روانو مذاکرو د افغانستان د سولې له پروسې د ناټو د ملاتړ پر دوام هم خبرې وشوې.
دغه راز ناټو پر ټویتر په یوه بیان کې ویلي دي، چې د ناټو ملکي استازي د ملي پخلاینې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په پرونۍ کتنه کې په ټول افغانستان کې د تشدد د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.
د دولت هیئت تېره سې شنبه قطر ته ورسېد، چې د طالبانو له مذاکره کوونکو سره د مذاکرو بله مرحله مخ ته یوسي.