Home » افغانستان » نادري: د سولې بین الافغاني خبرو ځنډیدو لپاره هیڅ دلیل نشته
رویداد خبري آژانس

نادري: د سولې بین الافغاني خبرو ځنډیدو لپاره هیڅ دلیل نشته

له طالبانو سره د سولې خپلمنځي خبرو پلاوي  یوه غړي ویلي چې هیڅ شي د بین الافغاني مذاکراتو د پیل مخه  نیسي نیولی.

نادر نادري، چې له طالبانو سره د سولې خپلمنخي  پلاوي غړی دی ویلي چې د خبرو ځنډیدو لپاره هیڅ دلیل شته.

نوموړي  زیاته کړې:” موږ تمه لرو چې دا پروسه به پیل او پرمختګ وکړي. د دې پروسې ځنډولو کې هیڅ خنډ نشته”

د نوموړي په وینا؛ افغان حکومت چمتو دی چې د هر څه سربیره هر وخت خبرې پیل کړي.

هغه ویلي چې د خبرو د پيل نیټه لا نه ده ټاکل شوې

د ښاغلي نادري په وینا د افغان حکومت لپاره تر ټولو مهم کار دا دی چې ژر تر ژره په افغانستان کې جګړه ودریږي او سوله وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۴۰۰ خطرناکو بندیانو له ډلې یې وړمه ورځ ۸۰ تنه خوشې شوي دي.

طالبانو ویلي چې د بندیانو د خلاصون پروسې سره به دوی بین الافغاني خبرو کولو ته چمتو وي.

د یادولو ده چې د ۴۰۰ خطرناکو بندیانو د خوشې کولو مسله هغه جنجال و چې له تیرو څو میاشتو راهیسې پرې خبرې روانې وي. بلاخره افغان حکومت تیره اونۍ لویه مشورتي جرګه وبلله او د جرګې له پریکړې سره د بندیانو د خوشې کیدو خبره تائید شوه.

د افغانستان د مصالحې عالي شورا هغه مهال  ویلي ول چې په درې یا څلورو ورځو کې به بین الافغاني خبرې پيل شي، خو له یادو ورځو تیریدو تر اوسه هم د خبرو د پیل په اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...