Home » سیمه او نړی » میانمار کې د ګرځبندیز سره سره د پوځ د کودتا ضد مظاهرې روانې دي
رویداد خبري آژانس

میانمار کې د ګرځبندیز سره سره د پوځ د کودتا ضد مظاهرې روانې دي

په میانمار کې پرون سې شنبې په ورځ جنوري ۹ (سلواغه۲۱) هم زرګونو کسانو د پوځ د کودتا په ضد مظاهرې وکړې.

مظاهره کوونکو د مظاهرو د مخنیوي لپاره د پوځ‌ د ګرځبندیز اعلان او نورو لګول شویو محدودیتونو ته هېڅ پام ونکړ.

د میانمار په مرکز کې د سه شنبې په ورځ‌ وروسته له هغه مظاهرې پیل شوې چې پوځ د سهار له اتو د مازدیګر تر څلورو پورې د خلکو په ګرځېدو را ګرځېدو بندیز ولګوه. دا بندیز د یانګون او ماندالی په ښارونو کې لګول شوی، خو په دغو ښارونو کې هم مظاهرې وشوې.

پوځ همدغه راز له څلورو کسانو څخه د زیاتو کسانو په ټولېدو هم بندیز لګولی دی. د خبري اژانسونو د راپورونو په اساس امنیتي‌کسانو د مظاهره کوونکو د خواره واره کولو لپاره پر هغوی اوبه پاشلي‌ دي.

پوځ‌ څو ورځې مخکې کودتا وکړه، ملکي سیاسي‌مشران یې ونیول او د دغه هېواد واک یې په خپل لاس کې واخیست.

له هماغې راهېسې لسګونه زره کسانو مظاهرې پیل کړي دي. مظاهره کوونکي د «میانمار وژغورئ» او «موږ دموکراسي غواړو» شعارونه هم له ځان سره لېږدوي.

په همدې حال کې د میانمار د اورګاډو د مرکزونو کارکوونکو، استادانو، کارګرو او د ملکي خدمتونو مامورانو هم اعتراض پیل کړی دی.

په میانمار کې د دغې کودتا پوځي مشر جنرال مین انګ هینګ تېره ورځ‌ وویل چې له ټاکنو وروسته به واک بېرته ملکي حکومت ته سپاري.

هغه وویل چې په تېرو ټاکنو کې درغلي شوې وه او واکمن ګوند په درغلیو واک ترلاسه کړی و.

دغه پوځي مشر چې له کودتا وروسته په لومړي ځل خبرې کولې ژمنه وکړه چې په هیواد کې به ټاکنې هرومرو تر سره کیږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...