Home » سیمه او نړی » میانمار کې د پوځ کودتا؛د حکومت مشره او لوړپوړي چارواکي نیول شوي
رویداد خبري آژانس

میانمار کې د پوځ کودتا؛د حکومت مشره او لوړپوړي چارواکي نیول شوي

د میانمار پوځ د یوې اعلامیې خپرولو سره وايي، چې د دغه هېواد واک د یو کال لپاره د پوځ لوی درستیز انګ هلینګ ته لېږدول شوی دی.

پوځ تر دې اعلان مخکې د دوشنبې ورځې د سهار لومړیو کې د ولسواکۍ ملي ټولنې مشره انګ سان سوچي، د دغه هېواد ولسمشر وین مینټ او څو نور لوړپوړي چارواکي ونیول.

انګ سان سوچي رسمي حکومتي سلاکاره ده چې واک یې د لومړۍ وزیرې په څېر انګېرل کېږي او د دغه هېواد ځواکمنه مشره ده.

دوی د ولسي حکومت او پوځ ترمنځ له ناندریو وروسته نیول کېږي.

پوځ د نومبر ټاکنې نمیګړې بولي او له ولسواکۍ ملي ټولنې یې غوښتل چې نوی حکومت جوړ نه کړي.

سوېل ختیزه اسیا کې د بي بي سي یو خبریال وايي، سرتېري پلازمېنه نایپیتاو او یانګون ښار کې ګزمې کوي.

پلازمېنه کې ټلېفون او انټرنېټ هم له ستونزو سره مخ دی.

د ولسواکۍ ملي ټولنې ګوند ویاند میو نیو نټ له خلکو غوښتي چې له بېړني غبرګون ډډه وکړي او پر قانون ودرېږي.

 انګ سان سوچي په مشرۍ د میانمار ولسواکۍ ملي ټولنې د نومبر ۱۸ ټاکنو کې د ۸۳ سلنه رایې ګټلو سره اوڅار بری وګاټه.

خو د میانمار پوځ د دې ټاکنو د نتیجې نه منلو سره د خپل هېواد سترې محکمې ته په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ شکایت کړی دی.

ټاکلې وه د نوي پارلمان لومړنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ وشي، خو پوځ یې د ځنډېدو غوښتنه کړې وه.

میانمار کې له پوځي حکومت وروسته د دغه هېواد اساسي قانون د پارلمان ۲۵ سلنه څوکۍ پوځ ته ورکړې او د دغه هېواد پوځ کابینه کې هم درې څوکۍ لري.

۷۵ کلنه انګ سان سوچي د میانمار د خپلواکۍ اتل جنرال انګ سان لور ده چې پر ۱۹۴۸ کال ترور شو.

هغه مهال مېرمن سوچي ۲ کلنه وه.

مېرمن سوچي خپل هېواد کې د پوځیانو حکومت سره د مخالفت له امله له ۱۹۸۹ تر ۲۰۱۰ کلونو په ټول کې ۱۵ کاله بندي یا کوربند(کور کې بندي) وه.

نوموړې پر ۱۹۹۱ کال د سولې نوبل جایزه وګټله.

د انګ سان سوچي په مشرۍ د ولسواکۍ ملي ټولنې پر ۲۰۱۵ کال د میانمار پارلماني ټاکنې وګټلې.

د میانمار اساسي قانون له مخې انګ سان سوچي د داسې بچیانو لرلو له امله چې د بل هېواد وګړي دي له ولسمشرۍ منع، خو د دغه هېواد د ځواکمنې مشرې په توګه پام کې ونیول شوه.

وروستیو کلونو کې د روهینګیايي مسلمان لږکیو د ځپلو له امله پر انګ سان سوچي نړیوالې نیوکې کېږي.

خو نوموړې لا هم د میانمار بودايي اکثریت کې ډېره منلې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...