Home » سیمه او نړی » مکرون:د ایران اټومي ستونزه دایمي حل ته اړتیا لري
رویداد خبري آژانس

مکرون:د ایران اټومي ستونزه دایمي حل ته اړتیا لري

فرانسه وایي که دا ځل د امریکا پر اټومي فعالیتونو مذاکرات کېږي نو دا مذاکرات باید ډېر سخت وي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي د ایران اټومي ستونزه دایمي حل ته اړتیا لري او په دا ځل مذاکراتو کې باید د عربستان په ګډون د سیمې هېوادونه حضور ولري.

ایمانویل مکرون ویلي د یوه اټومي ایران د رامنځ ته کېدو مخنیوی باید وشي او په دې کار کې نړیوالو ته بېړه په کار ده.

نوموړي زیاته کړې چې د ایران د اټومي برنامو په اړه باید د ایران د ټولو ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو اندېښنو ته پاملرنه وشي.

د هغه په خبره امریکا او نړیوال باید ژر تر ژره اقدام وشي څو ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.

امریکا هم تازه ویلي وو چې د ایران په اړه به ډېر ژر په تازه اقداماتو لاس پورې کړي او دغه هېواد ته په کار ده چې اټومي تړون ته ور وګرځی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...