Home » سیمه او نړی » ملګري ملتونو؛ د میانمار له پوځیانو غوښتي چې واک بېرته ملکي حکومت ته وسپاري
رویداد خبري آژانس

ملګري ملتونو؛ د میانمار له پوځیانو غوښتي چې واک بېرته ملکي حکومت ته وسپاري

د ملګروملتونو د بشري حقونو ادارې د برما له پوځیانو وغوښتل چې واک بېرته ملکي حکومت ته سپاري او انګ سان سوچي خوشې کړي.

د ملګروملتونو دې ادارې ویلي دي، د جنوب ختیځې اسیا دې هېواد کې په سلګونو زره کسان د پوځي کودتا پرضد په مظاهرو بوخت دي او نړۍ یې ننداره کوي.

د ملګرو ملتو دې ادارې د جمعې(د سلواغې ۲۴مه) په ورځ یو پریکړه لیک تصویب کړ چې په کې په برما کې د ټولو نیول شوېو کسانو د سمدستي خوشې کېدو او منتخب حکومت ته د بېرته واک ورسپارلو غوښتنه شوې ده.

د ملګروملتونو د بشري حقونو مرستیالې ندی الناشف وویل، په برما کې د فبروري د لومړۍ نېټې له پوځي کودتا را وروسته له انګ سانګ سوچي او ولسمشر وین میینت پرته تر درې سوه پنځوس ډېر کسان نیول شوي دي چې په دوی کې خبریالان، محصلین او مذهبي مشران شامل دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...