د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د بلک واټر د قراردادیانو د بښل کېدو په اړه د ټرمپ وروستۍ پرېکړه غندلې او زیاته کړې یې ده چې امریکا په دې ډول کړنو سره ټول نړیوال اصول تر پښو لاندې کړي دي.
رویټرز وایي چې ډونالډ ټرمپ له خپل واک څخه په ګټه اخیستنې د بلک واټر هغه څلور قراردادیان بښلي دي چې په عراق کې یې په قصدي توګه ملکي وګړي وژلي وو.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو زیاته کړې، ټرمپ په خپل وروستي اقدام سره انساني قوانینو او عدالت ته سپکاوی کړی دی. دوی وایي، د جنګي جنایتکارانو بښنه نورو هېوادونو ته دا زړورتیا ورکوي چې د ملګري ملتونو انسان دوستانه قوانین تر پښو لاندې کړي.