Home » افغانستان » ملګري ملتونه: افغانستان کې ۲.۳ ميليونه ښځې لازمو مرستو ته اړتيا لري

ملګري ملتونه: افغانستان کې ۲.۳ ميليونه ښځې لازمو مرستو ته اړتيا لري

ملګري ملتونه وايي، دا مهال په افغانستان کې د ميندوارو ميرمنو پر وړاندې ستونزې مخ پر زياتېدو دي او له همدې کبله ده چې د زېږون او اړوند ناروغيو پرمهال ان د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي.

په افغانستان کې د نوموړي سازمان د وګړو صندوق مشر الېکساندر ساشا بودېروزا په يوه وېډيويي پيغام کې ويلي، چې په افغانستان کې له دوو يوه ميرمن له جنسيتي پلوه له تاوتريخوالي اغيزمنه شوې او زياتوي چې د جنسيتي تاوتريخوالي دا وضعيت نور هم ناسم لور ته روان دی.

نوموړی وايي، د دوی د موندنو له مخې هر ساعت په افغانستان کې يوه ميرمن د زېږون او يا هم د ميندوارۍ اړوند ستونزو له امله مري، چې د مخنيوي لپاره يې پر وخت او چټکو ګامونو پورته کولو ته اړتيا ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د مشر په خبره، دامهال په افغانستان کې ۱۴۰زره ميندوارې ميرمنې او د دوی په شمول ټول‌ټال ۲.۳ ميليونه ښځې لازمو مرستې ته اړتيا لري. نوموړي ويلي که دغه مرستې پر وخت ونه شي، نو د روان ۲۰۲۲ زېږديز کال له دې مودې څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د ۷۵زرو ميندو د مړينې او د ميندوارۍ له لاسه ورکولو احتمال شته.

الېکساندر ساشا بودېروزا خبر ورکړی چې د دې ستونزو د مخنيو او اړمنو ميرمنو ته د لازمو مرستو رسونې په موخه يې، د لوړو هيلو اجنډا په لار اچولې ده چې ۹ ميليونه افغانان به تر پوښښ لاندې ونيسي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...