د کابل۔ کندهار پر لاره ٣٠٣ مسافر وړونکي بس موټر د ملي اردو عسکرو ډزې کړي چې له امله یې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ډزو په غبرګون کې د غزني په شهباز سیمه کې خلکو د کابل۔ کندهار پر لاره لاریون کړی دی.
لاریونوال وایي، د ملي اردو عسکرو په ډزو یو کس وژل شوی، درې ټپیان دي.
لاریون کوونکو، یاده لویه لاره تړلې او عاملینو ته د سزا غوښتنه کوي.
تر اوسه معلومه نه ده چې عسکرو ولې پر دغه مسافر وړونکي بس موټر ډزې کړي. خو موټرچلوونکي وایي، پر لویو لارو پراته پولیس او د پوستو مسؤولین ترې په ناقانونه توګه پیسې اخلي
او که پیسې ورنکړي زوروي، بیعزته کوي او آن ډزې هم پرې
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس