د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي ترمنځ پر اساسي موضوعاتو بحثونه پيل شوي دي.
د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي تېره ورځ ماښام مهال د چهارشنبې ورځې د پرېکړې په اساس د دواړو لورو لخوا ټاکل شوو ټیمونو ناسته کړې ده.
د نوموړي په خبره په دې ناسته کې د اجنډا پر ترتیب او توحید خبرې شوې دي او ټینګار شوی چې غونډې به ادامه لري.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم هم وایي چې د دواړو لورو ترمنځ د تېرې ورځې غونډه په ښه فضا کې ترسره شوې ده.
د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې د چهارشنبې په ورځ په دوحه کې پيل شوې دي او ټاکل شوې چې په دې پړاو کې پر مهمو موضوعاتو بحثونه وشي.
دواړه لوري همدا راز وایي چې دغه بحثونه به دوام کوي.