حمدالله محب وايي د سولې خبرو اترو پاتې پړاوونه دې په افغانستان کې تعقیب شي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، افغان دولت چمتو دی، چې طالبان هره سیمه پیشنهادوي، هلته د تاسیساتو جوړولو په شمول، بشپړ امادګي ونیسي او خبرې پر مخ یوسي،چې په دې کار سره به مذاکرهکوونکي د خپلو هېوادوالو له کړاوونو او غوښتنو له نژدې او په بهتره توګه اګاه وي او په دې پروسه کې به د اضافي لګښتونو مخنیوی وشي.
نوموړی زیاتوي، اړینه ده د سولې را روان پړاوونه په افغانستان کې وي، څو سوله د بهرنیو شرایطو پر ځای د افغاني ټولنې له واقعیتونو متاثره، سرتاسري او دایمي وي.
هغه دغه راز ویلي، چې بهر کې سوله او سولهکوونکي له بیروني شرایطو متاثره وي او تجربو ښوولې چې دا ډول سوله افغاني ګټي نه تامینوي.