د ا.ا وياند ذبیحالله مجاهد، د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې » د دویمې ناستې پر مهال د ۱۴۴۷ کال د اقتصاد وزارت د لاسته راوړنو په برخه کې وویل، چې دغه وزارت په روان کال کې د افغانستان پنځه کلنه انکشافي ستراتیژي جوړه کړې، چې د ا.ا د اقتصادي کمېسیون له تایید وروسته منظوره شوې ده.
مجاهد زیاته کړه، چې د اقتصاد وزارت په دې موده کې د بهرنۍ مستقیمې پانګونې د جلب او جذب د اسانتیاوو د برابرولو، د کوچنیو او منځنیو صنایعو د ودې او د کورني ګرځندوی د پراختیا لپاره طرحې او چوکاټونه جوړ کړي دي.
نوموړي همداراز ویلي، چې دغه وزارت د دوامدارې کرنې، د صنعتي سیمو د رامنځته کولو، اقتصادي ودې، د صنعت او کرنې د پراختیا، د کاري فرصتونو د زیاتولو، د وارداتو د کموالي او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخو کې هم عملي ګامونه پورته کړي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس