Home » افغانستان » مجاهد: اقتصاد وزارت د افغانستان د پنځه کلنې انکشافي ستراتیژۍ طرحه جوړه کړې
ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد: اقتصاد وزارت د افغانستان د پنځه کلنې انکشافي ستراتیژۍ طرحه جوړه کړې

د ا.ا وياند ذبیح‌الله مجاهد، د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې » د دویمې ناستې پر مهال د ۱۴۴۷ کال د اقتصاد وزارت د لاسته راوړنو په برخه کې وویل، چې دغه وزارت په روان کال کې د افغانستان پنځه کلنه انکشافي ستراتیژي جوړه کړې، چې د ا.ا د اقتصادي کمېسیون له تایید وروسته منظوره شوې ده.

مجاهد زیاته کړه، چې د اقتصاد وزارت په دې موده کې د بهرنۍ مستقیمې پانګونې د جلب او جذب د اسانتیاوو د برابرولو، د کوچنیو او منځنیو صنایعو د ودې او د کورني ګرځندوی د پراختیا لپاره طرحې او چوکاټونه جوړ کړي دي.

نوموړي همداراز ویلي، چې دغه وزارت د دوامدارې کرنې، د صنعتي سیمو د رامنځته کولو، اقتصادي ودې، د صنعت او کرنې د پراختیا، د کاري فرصتونو د زیاتولو، د وارداتو د کموالي او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخو کې هم عملي ګامونه پورته کړي دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان د تورو ډبرو لومړۍ جوپه امريکا ته صادر شوې

د هرات د ولایت مقام ...