افغان چارواکو ويلي دي چي يوه ډله افغان مهاجر د چهارشنبې په ورځ سهار د کابل نړيوال هوايي ډگر ته رسېدلي دي. د دغو مهاجرو تر اخراج دمخه په جرمني کي د مهاجرو پلوي سازمان د دغه اقدام د بندېدو غوښتنه کړې وه.
د کابل د نړيوالي هوايي ډگر چارواکو د چهارشنبې په ورځ فبروي۱۰ (د سلواغې۲۲مه نېټه) د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي له جرمني څخه اخراج سوي ۲۶ کسان نارينه افغان مهاجر په يوه الوتکه کي د کابل هوايي ډگر ته رسېدلي دي.
دا له ۲۰۱۶م کال راهیسي د افغان مهاجرو ۳۶م دغه ډول ډله ایز اخراج دی. په دغو پروازونو کي ۹۸۹ نه منل شوي افغان مهاجر بيرته افغانستان ته اخراج شوي دي.
له جرمني څخه افغانستان ته د مهاجرو اخراج یوه شخړه ایزه موضوع ده. له طالبانو سره د سولې د خبرو پر دوام سربیره په دغه هیواد کي داخلي جنګ دوام لري.
د افغانستان بې له هغه کمزوري اقتصاد او کرونا پانډمۍ په سبب نور هم تر فشار لاندي راځي او صحي سیستم لا نور هم خرابیږي. د مهاجرو مرستندویانو او مهاجر پلوه سازمانونو تر دې دمخه لا د افغانانو اخراج غندلی او د هغه توقف یې غوښتی دی.
مهاجر پلوه سازمان، پروازول پرون سه شنبه(د فبرورۍ نهمه) افغانستان ته د افغانانو ډله ایز اخراج ته په کتو سره خبرداری ورکړ چي د افغانستان وضعیت په ښکاره ډول سره مخ پرخرابیدو دی.
د جرمني د رابرت کوخ انستیتوت، افغانستان د کرونا پانډمۍ د شیوع په لوړه درجه بندۍ کي شامل کړی او د جرمني خارجه وزارت د دغه هیواد صحي سیستم ډیر خراب بللی دی.
په همدې حال کي سیاسي تحلیل ګران د افغانستان د امنیتي وضعیت د لاخرابیدو اټکل کوي. د بایرن ایالت د مهاجرو د شورا د معلوماتو پراساس د اخراج سوو کسانو الوتکي له مونشن څخه پرواز کړی دی. خو هم دغي شورا او هم د دغه ایالت د زرغون ګوند فراکسیون د افغانانو د اخراج توقف غوښتی دي.
د ۲۰۲۰م کال له مارچ مياشتي څخه تر نومبر میاشتي پوري د کرونا پانډمۍ د شیوع په سبب د افغانانو اخراج هم متوقف سوی وو. خو په ډسمبر مياشت کي بیرته شروع سو.
د ملګرو ملتونو د ارقامو پراساس د ۲۰۲۰م کال له پيل څخه د هغو افغانانو تعداد چي د فقر او غربت سره مخامخ دي، دوه چنده سوی دی. یعني د ۹،۴ ملیونو کسانو څخه ۱۸،۴ ملیونو کسانو ته لوړ سوی دی.