په منځني ختيځ کې د امريکا د پوځ مرکزي قومندانۍ اعلان کړی چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو لړۍ له ۵۰ سلنې زياته بشپړ شوې ده.
دې قومندانۍ په خپله تازه خبرپاڼه کې چې نن چهارشنبه د (چنګاښ په ۲مه) يې خپره کړې ويلي، تر دې مهال د تجهيزاتو ۷۶۰ هوايي محمولې له افغانستان څخه اېستل شوي چې د دفاعي وسايلو ترڅنګ ۱۵زره قطعې غېر دفاعي وسايل هم په کې شامل دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي، ۶ نور هغه لوی مرکزونه چې له دې وړاندې په کې امريکايي سرتېري مېشت وو هم، د افغانستان ملي دفاع وزارت ته سپارل شوي دي.
د امريکايي ځواکونو د وتلو په تړاو له دې خبر يوه ورځ وړاندې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روان وضعيت په اړه اندېښنه وښوده او زياته يې کړه چې وسلهوال طالبان جګړې ته د شدت ورکولو له امله د ياد وضعيت مسوولان دي.
په داسې حال کې چې د امريکا ولسمشر جوبايډن د راتلونکي سپټمر ۱۱مه له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو د اېستلو مهلت ټاکلی، خو د وسلهوالو طالبانو له لوري د جګړې زياتوالي ته پام په وروستيو ورځو کې امريکايي چارواکو خبر ورکړی چې ښايي له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د اېستلو لړۍ کراره کړي.