Home » سپورټ » فوټبال: ریال ماډریډ د اتلولۍ په لټه کې

فوټبال: ریال ماډریډ د اتلولۍ په لټه کې

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۳۶مې اونۍ په لوبو کې تېره شپه ریال ماډریډ فوټبال لوبډله د ګراناډا فوټبال لوبډلې سره میدان ته کښته شوه.

په یاده لوبه کې ریال ماډریډ ۲ ګولونه پر ۱ ګراناډا ته ماتې ورکړه.

د ریال ماډریډ لپاره پرلینډ مینډي په ۱۰مه او کریم بنزمان بیا په ۱۶مه دقیقه کې ګولوهنې ترسره کړې.

د ګراناډا لپاره بیا یوازینی ګول ډروین مېچیس د لوبې په ۵۰مه دقیقه کې وواهه.

په دې بریا سره ریال ماډریډ د اسپانیا لالیګا لیګ په سیالیو کې نور هم ځان اتلولۍ ته نژدې کړ.

دا لوبډله اوس د لالیګا لیګ د نمرو په جدول کې د ۸۳ نمرو په درلودلو سره لومړی ځای لري او د بلې نامتو لوبډلې بارسلونا څخه ۴ نمرې مخکې ده.

په لالیګا لیګ کې اوس ریال ماډریډ او بارسلونا دواړو ته دوې ـ دوې لوبې پاتې دي.

بارسلونا لالیګا لیګ کې ۳۷مه لوبه راتلونکې پنجشنبه ۱۱:۳۰ بجې د اوساسونا په وړاندي او په لالیګا لیګ کې به بیا خپله وروستۍ او ۳۸مه لوبه د رواني جولای میاشتې په ۱۹مه نیټه د الاوز په وړاندې ترسره کړي.

ریال ماډریډ فوټبال لوبډله بیا د اسپانیا لیګ په سیالیو کې خپله ۳۷مه لوبه راتلونکې پنجشنبه ۱۱:۳۰ بجې د ویاریال په وړاندې او د ۳۸مه لوبه به بیا د روانې جولای میاشتې په ۱۹مه نېټه د لګانس په وړاندې ترسره کړې.

د اسپانیا لالیګا لیګ دا روان پړاو ۸۹یم دی.

د دې لیګ ډېره اتلولي ریال ماډریډ ۳۳ ځله او بارسلونا بیا ۲۶ ځله خپله کړې.

دا سیالۍ هر کال د اسپانیا هیواد په بیلابیلو ښارونو کې د ۲۰ قوي لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...