Home » افغانستان » فرهاد عظیمي: مزار شریف کې د تښتول شوي ماشوم په تړاو ۲۱ کسان نیول شوي

فرهاد عظیمي: مزار شریف کې د تښتول شوي ماشوم په تړاو ۲۱ کسان نیول شوي

د بلخ والي فرهاد عظیمي وايي د یوه تښتول شوي ماشوم د موندنې د عملیاتو په لړ کې د یوې مشکوکې ښځې په ګډون ۲۱ کسان نیول شوي دي.

دغه ماشوم درې میاشتې وړاندې په مزار شریف ښار کې وتښتول شو چې تر اوسه‌یې د موندلو لپاره هڅو نتیجه نه‌ده ورکړې.

فرهاد عظیمي پرون د سې شنبې په ورځ جنورۍ ۱۹ ( مرغومي۳۰) له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: “دې قضیې زیات پرمختګ کړی، تر ۲۰ زیات کسان مخکې نیول شوي وو، یوه ښځه چې موږ ورباندې شکمن وو، په وروستیو ورځو کې نیول شوې ده. هیله‌من یو د هغې په مرسته د نورو تښتوونکو څرک ولګوو.”

د تښتول شوي ماشوم عبدالرؤف پلار محمد نبي وايي، تښتوونکو ورڅخه د یو نیم میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ تېره شنبه وویل چې ولسمشرغني د بلخ چارواکو ته خبرداری ورکړی، که دغه ماشوم پیدا نه‌کړي، ټول به له دندو لیرې کړای شي.

د تښتونې د دې قضیې په تړاو د بلخ ترڅنګ په کابل کې هم ګڼو کسانو مظاهرې کړې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...