د لومړۍ درجه ولايتي سياليو چېلنج کپ کې نن د ننګرهار او مېدان وردګو ولايتونو او د فارياب او کندهار ولايتونو ترمنځ لوبې ترسره شوې، چې ننګرهار او فارياب پکې برياوې خپلې کړې.
د خوست په لوبغالي کې مېدان وردګو لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې توپ اچونه غوره کړه.
ننګرهار په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٢٧٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې بهير شاه ١٠١، لوبډلمشر شوکت زمان ٤٦، طارق ستانکزي ٣٧ او طاهر خان ٣٥ منډې وکړې.
د مېدان وردګو له لوري محمدالله همکار ٤ لوبغاړي وسوځول.
د ٢٧١ منډو د هدف په تعقيب کې مېدان وردګو لوبډلې په ٤٣.٢ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٨٦ منډې وکړې، چې د ٨٤ منډو په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.
د مېدان وردګو لپاره ضيا الحق ٥٥، صديق الله اتل ٤٤ او لوبډلمشر محمد سردار ٣٢ منډې وکړې. د ننګرهار له لوري باطن شاه په زړه پورې توپ اچونه ترسره او ٥ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز ٢ ويکټې طارق ستانکزي هم ترلاسه کړې.
په بله لوبه کې کندهار لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې توپ اچونه غوره کړه.
فارياب لوبډلې په ٤٧.٢ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٢١ منډې وکړې، چې له ډلې يې زاهد زاخېل ١٠٠ او ابراهيم ٢٦ منډې ترلاسه کړې.
د کندهار له لوري خيال محمد ٣، وقار الله اسحاق او عبدالباقي ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.
د ٢٢٢ منډو د هدف په تعقيب کې د کندهار لوبډلې په ٤٧.٥ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٠١ منډې وکړې، چې په ٢٠ منډو يې له فارياب څخه ماتې وخوړه.
د کندهار له لوري نجيب الله ٥٩، لوبډلمشر منير احمد ٥٨ او احمد ظاهر ٣٨ منډې وکړې. د فارياب له لوري زاهد زاخېل ٤، محمد سليم ٣ او فضل حق ٢ ويکټې واخيستې.