Home » افغانستان » عمران خان:افغان جګړې کې ګډون د موږ ستره تېروتنه وه
رویداد خبري آژانس

عمران خان:افغان جګړې کې ګډون د موږ ستره تېروتنه وه

د پاکستان صدراعظم عمران خان د خپل هېواد په مخکنیو حکومتونو او چارواکو نیوکه کړې چې ولې یې د افغانستان جګړې کې ګډون کړی دی.

عمران خان ویلي،‌ چې دا د پاکستان د پخوانیو واکمنانو لویه تېروتنه وه چې په افغانستان کې يې د امریکا په مشرۍ له ترهګرۍ سره په جګړې کې دخيل شول.

هغه دا نه دي ویلي، چې په دغې جګړې کې پاکستان ته کوم زیان رسېدلی، خو د ده په خبره پاکستان د پیسو په بدل کې د بهرنیو جګړو برخه ګرځېدلی او باید د دغو ناقصو تګلارو له تېروتنو څخه زده کړه وشي.

عمران خان دا خبره داسې مهال کوي چې افغان حکومت په ځلونو پاکستان تورن کړی، چې وسله والو طالبانو ته یې پناه ورکړې، روزنه ورکوي او وروسته یې افغانستان ته د جګړې لپاره استوي، خو پاکستان دا تورونه نه مني.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...