وروسته له هغې چې د پنجشېر مخکيني امنيت امر عبدالحميد خراساني په خواله رسنيو کې والي قدرتالله پر فساد او دخلکو پر ربړولو تورن کړ، اوس داسې راپورونه ورکړل شوي چې د نوموړي پر ځای عتيقالله صديقي د پنجشېر امنيت امر په توګه ګمارل شوی دی.
د راپورونو له مخې، خراساني د يادې پرېکړې په اړه په غبرګون کې ويلي چې والي د نوموړي د لرې کولو صلاحيت نه لري او د کورنيو چارو وزارت د پرېکړې په تمه دی.
حميد خراساني دوې ورځې وړاندې په يوه خپره کړې وېډيويو کې د پنجشېر والي مولوي قدرتالله پر فساد او خلکو پر ناحقه ځورولو تورن کړی او ويلي يې وو چې د نوموړي په اړه د کورنيو چارو وزارت له ځينو چارواکو سره په ګډه پرې اسناد هم لري.
نوموړي د طالبانو له مشر ملا هبتالله اخندزاده غوښتي وو، چې مولوي قدرتالله له دندې لرې کړي او پر ځای يې وړ کس پنجشېر ته د والي په توګه معرفي کړي.
د نوموړي د لرې کېدو او پر والي د لګول شوو تورونو په غبرګون کې د پنجشېر د والي ویاند ابوبکر صديق ويلي، چې خراساني لار شکوونکی او غل دی او له همدې کبله درې مياشتې وړاندې له دندې لرې شوی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس