Home » افغانستان » طالبان:افغان حکومت په لوی لاس په مذاکراتو کې خنډونه رامنځ ته کوي
رویداد خبري آژانس

طالبان:افغان حکومت په لوی لاس په مذاکراتو کې خنډونه رامنځ ته کوي

حکومتي پلاوی په لوی لاس مذاکراتو کې خنډ جوړوي په دوحه کې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړي وایي د حکومت لوری په لوی لاس په مذاکراتو کې خنډونه رامنځ ته کوي.

د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړي مولوي خیرالله خیر خوا په تازه مرکه کې ویلي دي چې لا هم د تګلارې یا طرزاالعمل پر سر اختلافات شته دي.

دده په وینا د افغان حکومت له ځینو اقداماتو ښکاري چې دوی په لوی لاس غواړي په مذاکراتو کې خنډونه جوړ کړي او ستونزې را ولاړې کړي.

هغه وايي پر ډېرو مواردو هوکړې ته رسېدلي دي خو ځینې موارد شته چې لا هم د نظر اختلاف ورباندې موجود دی او له امله یې کړنلاره نه ده جوړه شوې.

افغان مرکچي پلاوي په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې ددغه پلاوي غړو ویلي وو، چې طالبان په مذاکراتو کې سخته ژبه کاروي او هڅه کوي یوازې ددوی خبرې ومنل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...