د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې له افغانستان څخه په بېړه د امریکایي سرتیرو وتل به بدې پایلې ولري.
ضمیر کابلوف زیاته کړې، په دې وروستیو کې له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو وتلو خبرې ګرمې شوې دي خو د افغانستان وضعیت ته له کتو پرته به د ځواکونو ایستلو پرېکړه ښې پایلې ونه لري.
کابلوف ویلي، فکر نه کوي چې له افغانستان څخه دې د ځواکونو وتلو پرېکړه د افغانستان وضعیت کې د پام وړ بدلون راوستلی شي.
نوموړي دغه راز ویلي، د ناټو عمومي منشي له افغانستان څخه د ځواکونو ایستلو موضوع اندېښمنونکې بللې او په وینا یې ناټو په افغانستان کې د ماموریت اوږده تجربه لري نو غوره به دا وي چې په دې برخه کې د هغه له مشورو ګټه واخیستل شي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ناټو سازمان په ګډون یو شمېر هېوادونو له افغانستان څخه د ټولو امریکایي سرتېرو وتل خطرناک بللي او له امریکایي چارواکو څخه یې په دې اړه د غور غوښتنه کړې ده.