د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي پر کابل پوهنتون د برید اصلي طرحه کوونکی ونیول شو.
امرالله صالح پرخپل فېس بوک پاڼه لیکلي، چې دغه کس عادل ولد محمد عارف چې اصلاً د پنجشېر ولایت اوسېدونکی دی کورنۍ یې دا مهال د کابل ښار په څرخي پله سیمه کې ژوند کوي. شرعیاتو پوهنځی یې د دریم ټولګي پورې لوستی وروسته بیا د حقاني شبکې د پخواني غړي ثناالله له خوا دغه برید ته چمتو شوی دی.
عادل ویلي: هغه ته ویل شوي وو تر څو داسې یو کار وکړي، چې حکومت بدنام او ضعیف ښکاره شي.